د روسيې د پايتخت مسکو په جنوب کې په يوې څلوېښت پوړيزې ودانۍ کې د اور لګېدنې له کبله لږ تر لږه دېرش تنه ژوبل شوي دي.
د روسيې خبري اژانسونو د سيمه ييزو روغتيايي خدمتونو د ادارو له قوله دا خبر وركړى دى.
د اور وژنې عمله هڅه کوي، چې اور کابو كړي، خو ژغورونکو وېره څرګنده کړې، چې ښايي يو شمېر خلک په اور کې ګير پاتې وي.
تر دې پېښې دمخه د مارچ مياشتې په ۲۲مه نېټه هم د مسکو په شمال ختيځ کې په يوه اپارتمان کې اور لګېدلى و، چې دوه تنه په کې وژل شوي او ۱۹ نور ژوبل شوي وو.


