نن د درېيمې ورځې لپاره هم د سپين بولدک – چمن لار د هر ډول مسافرو او سوداګرو په وړاندې تړلې ده.
د افغانستان او پاكستان ترمنځ دغه لار وروسته له هغې وتړل شوه، چې وړمه ورځ پاکستاني ځواکونو د سپين بولدک ولسوالۍ په لقمان كلي كې د سرشمېرنې هڅه کوله او د افغان امنيتي ځواکونو له خوا يې مخه ونيول شوه.
د دواړو لوريو ترمنځ په دولس ساعته جګړه كې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته. تر جګړې وروسته د افغان او پاكستاني نظامي چارواكو ترمنځ دوه غونډې وشوې، چې دواړه بې پايلې پاى ته ورسېدې.
د تېر مازيګر غونډې په اړه د کندهار د والي وياند صميم خپلواک وويل، چې په دغه دوه اړخيزه غونډه کې د سپين بولدك – چمن لارې د خلاصولو پر سر هم خبرې وشوې، خو بې پايلې وې.
د کندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق ويلي، چې په هر حالت کې د دوى ځواکونه د پاکستاني پوځ تحرکات څاري او د تيارسئ په حال کې دي.
بل خوا د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان د پاکستان له لوري د چمن لارې بندولو په اړه سخت غبرګون ښودلى دى. هغه ويلي، د پولو په تړلو سره ستونزې نشي حل کېدى او يوازې د ډيورنډ کرښې د دواړو لورو پښتنو ته زيان رسوي.
د يادونې وړ ده، چې هر ځل د سپين بولدك – چمن لارې تړل كېدو سره افغان سوداګرو ته ميليونونه افغانۍ زيان اوړي.


