ads

د ايران د بهرنيو چارو وزير کابل ته سفر کړی

د ايران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف نن سهار د يوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلى دى.
ظريف د خپل افغان سيال صلاح الدين رباني په رسمي بلنه کابل ته سفر كړى دى.

نویسنده: sarwan
17 غویی 1396
د ايران د بهرنيو چارو وزير کابل ته سفر کړی

د ايران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف نن سهار د يوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلى دى.
ظريف د خپل افغان سيال صلاح الدين رباني په رسمي بلنه کابل ته سفر كړى دى.
د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند بهرام قاسمي تېره ورځ په تهران کې يوې خبري غونډې ته وويل، چې کابل ته د سفر په مهال به د ايران د بهرنيو چارو وزير له افغان جمهور رئيس محمد اشرف غني، اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله او د ولسي جرګې له لوري د بهرنيو چارو سلب صلاحيت شوي وزير صلاح الدين رباني سره وګوري.
د قاسمي په وينا، په دې ليدنو کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د همکاريو پر زياتولو، وروستيو پرمختګونو او يو شمېر نورو سيمه ييزو او نړيوالو مسايلو خبرې وشي.
د يادونې ده، چې محمد جواد ظريف تېره اونۍ پاکستان ته هم سفر کړى و.
نوموړي په داسې حال کې اسلام اباد ته سفر وکړ، چې د پاکستان له خوا پر ايران خاورې د وسله والو په بريد کې لس ايراني سرحدي ساتونکي وژل شوي وو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA