د ايران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف په افغانستان او سيمه كې د شر خوښو او افراطي ډلو ترمنځ پر توپير نه كولو ټينګار وكړ.
ظريف، چې د يوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ كابل ته راغلى، نن سهار يې د هېواد د بهرنيو چارو له سلب صلاحيت شوي وزير صلاح الدين رباني سره په ګډه خبري غونډه كې وويل، افغانستان او ايران بايد په اقتصادي، ټرانزيټي او نورو برخو كې له يو بل سره همكاري وكړي.
نوموړي همدارنګه ټينګار وكړ، دوى اړتيا لري، چې د ترهګرو ډلو ترمنځ له توپير پرته د هغوى په ضد يو بل ته د همكارۍ لاسونه وركړي.
د ايران د بهرنيو چارو وزير وايي، چې اوسمهال ۱۷ زره افغان محصلين د دغه هېواد په بېلابېلو پوهنتونونو كې پر زده كړو بوخت دي.
په همدې حال كې د هېواد د بهرنيو چارو سلب صلاحيت شوي وزير صلاح الدين رباني وويل، چې له خپل ايراني سيال سره يې د افغان كډوالو او د كابل او تهران ترمنځ د كونسلي همكاريو د پراختيا په اړه خبرې كړې دي.
په پام کې ده، چې محمد جواد ظريف له جمهور رئيس محمد اشرف غني او نورو جګپوړو افغان چارواکو سره هم وګوري.


