جمهور رئيس غني: د هېواد ورزش ته د نجات وركولو تصميم مې نيولى

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، چې د هېواد ورزش ته د نجات وركولو تصميم يې نيولى دى.
نوموړي دا خبره تېره ورځ په ارګ كې د بدني روزنې او سپورټ عمومي رياست يو شمېر مسوولينو او ورزشکارانو سره د ليدنې په مهال وكړه.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه كې د جمهور رئيس غني له قوله راغلي، چې راتلونکې اونۍ د ورزش عالي کمېټه ايجادېږي او د ورزشکارانو د ستونزو حل پورې به اونيزې غونډې کوي.