جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، چې د هېواد ورزش ته د نجات وركولو تصميم يې نيولى دى.
نوموړي دا خبره تېره ورځ په ارګ كې د بدني روزنې او سپورټ عمومي رياست يو شمېر مسوولينو او ورزشکارانو سره د ليدنې په مهال وكړه.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه كې د جمهور رئيس غني له قوله راغلي، چې راتلونکې اونۍ د ورزش عالي کمېټه ايجادېږي او د ورزشکارانو د ستونزو حل پورې به اونيزې غونډې کوي.
د هغه په وينا، د ورزش اوسني امکانات کافي نه دي او دى لارښوونه کوي، چې د ورزش په برخه کې بوديجه زياته شي.
د هېواد جمهور رئيس وويل، حاضر دى، چې د ورزش قانون توشېح کړي او د ورزش برخې مسوولينو څخه يې وغوښتل، چې د ياد قانون بياکتنه کې همکاري وکړي.
جمهور رئيس غني څرګنده کړه، د هېواد د ورزشي بنسټونو اوسنى جوړښت ځواب ويونکى نه دى او اړتيا ده، چې د المپيک ملي کمېټې او د بدني روزنې ادارې جوړښت له سره وکتل شي.
د دې کتنې په پاى کې د بدني روزنې او سپورټ عمومي رياست مسوولينو او د هېواد ورزشکارانو ورزش ته د جمهور رئيس غني د پاملرنې له كبله د تقدير لوح هغه ته ډالۍ کړ.


