د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې د تېرې اونۍ په لړ کې له ايران او پاکستان څخه ۱۸۰۰۰ تنه افغان کډوال هېواد ته را ستانه شوي دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د مسوولينو په خبره د غه شمېر کډوال له ايران او پاکستان څخه خپل هېواد ته راکډه شوې دي.
د چارواکو په په وينا د اسلام قلعې او سپين بولدک له لارې د کډوالو د راستندو کچه په تېره اونۍ کې فوق العاده ټېټه وه.
له پاکستان نه هر راستنېدونکي کډوال ته چې د کډوالۍ اسناد ولري د کډوالو د عالي کمېشنرۍ له خوا ۲۰۰ ډالره او هغو کسانو ته بيا چې د کډوالۍ اسناد نه لري د کډوالۍ د نړيوال سازمان له خوا ۳۰ ډالره مرسته کېږي.


