د ملي اردو چارواکي وایي، اچین کې یې د روانو حمزه عملیاتو پرمهال د دوو ځانمرګو بریدګرو په ګډون نهه تنه وژلي دي.
په ختیځ کې د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګروال شیرین اقا فقیري کلید ته وویل، چې تېره ورځ ناوخته یې د اچین ولسوالۍ په سور کمر سیمه کې د روانو حمزه عملیاتو پرمهال د توپچي او هوایي بریدونو له امله د دوو ځانمرګو بریدګرو په ګډون ۹ داعش وسله وال وژلي دي.
نوموړی وایي، په یادو بریدونو کې افغان ځواکونو او د سیمې خلکو ته هېڅ زیان نه دی اوښتی.
بل لورته د سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول زیاتوي، چې منسوبینو یې تېره ورځ د بهسودو ولسوالۍ اړوند د سراچې پله په سیمه کې وسله والو طالبانو سره د تړاو په تور یو تن له یوه کړۍ ماین سره یو ځای نیولی دی.
داعش او طالب وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.


