په هلمند ولايت كې تېره شپه څلور پوليس په مرموز ډول وژل شوي دي.
يوې امنيتي سرچينې كليد ته وويل، چې دا پېښه د مركز لښكرګاه ښار د دويمې امنيتي حوزې د سره ګودر سيمې په يوه پوسته كې رامنځته شوې ده.
د هلمند د والي وياند عمر ځواك د پېښې پخلى كوي، خو زياتوي، چې په اړه يې پلټنې روانې دي.
د دغه بريد مسووليت تراوسه كومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى.
د يادولو ده، چې څه موده وړاندې هم د لښکرګاه ښار په دويمه امنيتي حوزه كې ۱۱پوليس د خپل ملګري له خوا وژل شوي وو.


