د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، اچین ولسوالۍ کې د روانو حمزه عملیاتو دوام په موخه نور ځانګړي ځواکونه سیمې ته رسېدلي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي کلید ته وویل، چې تېره ورځ د ملي دفاع وزارت او په ختیځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو د مسوولینو په امر د ننګرهار اچین ولسوالۍ کې د داعش وسله والو ځپلو په موخه روانو حمزه عملیاتو ته نور تازه دمې کومانډويي ځواکونه رسېدلي دي.
نوموړی وایي، هغه پخواني ځواکونه چې هلته یې په عملیاتو کې برخه اخیستې له دمې وروسته به بیا خپلو وظایفو ته ادامه ورکړي.
د والي ویاند زیاتوي، د اچین ولسوالۍ ګڼ شمېر سیمې چې له دې وړانډې د داعش وسله والو په واک کې وې په بشپړ ډول تصفیه شوې دي.
داعش ډلې تر اوسه په دې اړه کوم نظر نه دی ورکړی، خو د اچین ولسوالۍ ځینې اوسېدونکي وایي، چې روان عملیات دې تېز شي تر څو په سیمه کې داعش ډله په بشپړ ډول له منځه ولاړه شي.


