د ننګرهار ولايت د سره رود ولسوالۍ په مارغونډۍ سيمه کې تېره شپه وسله والو طالبانو د بيدار په نوم قومي مشر له کوره تر ايستلو وروسته په ډزو وژلى دى.
د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر وايي، چې شاوخوا پنځه دېرش کلن بيدار کومه دولتي دنده نه درلوده او پخپله سيمه کې يې د جرګو او مرکو له لارې خپلو ولسونو ته خدمت كاوه.
سلاکار وزير او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د ياد قومي مشر پر مړينې خواشيني ښودلې ده.


