د ملي امنيت ځانګړو ځواكونو په کونړ ولايت کې يو تن له لسګونه كيلو ګرامه چاودېدونكو توكو سره يوځاى نيولى دى.
د ملي امنيت عمومي رياست څخه نن خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، نيول شوى كس نعمت الله نومېږي او وسله والو طالبانو ته يې په زرنج موټر سايكل كې ۱۵۰ كيلو ګرامه چاودېدونكي توكي لېږدول، چې د كونړ ولايت د مركز په سالار باغ سيمه كې ونيول شو.
د سرچينې په وينا، نعمت الله غوښتل، چې دغه چاودېدونكي توكي د ننګرهار ولايت له بټي كوټ ولسوالۍ نه د كونړ وټه پور ولسوالۍ ته د ماينونو جوړولو په هدف ولېږدوي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.


