امنیتي چارواکي وايي، د غزني ولایت په مرکز کې د وسله والو د ځپلو په موخه د چاڼیزو عملیاتو له پیل او د دې ولایت د اندړو او مقر ولسوالیو په اړوندو کې له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې ۶ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په غزني کې مېشت د ملي اردو د درېیمې لېوا ویاند محمد حنیف رضایي کلید ته وویل، د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ په رڼاخېلو او د مقر ولسوالۍ په سپین بند سیمو کې تېره ورځ د وسله والې نښتې او پر وسله والو د خپل ماین د چاودنې په ترڅ کې ۴ وسله وال وژل شوي او دوه تنه یې ټپیان شوي دي.((د اندړو په رڼا خېلو سیمه کې تېره ورځ ناوخته نښته شوې، چې په کې دوه مخالفین وژل شوي او دوه تنه ټپیان شوي دي، دغه راز تېره شپه شاوخوا ۱۲ بجې د مقر ولسوالۍ په سپین بند سیمه کې ۲ وسله وال د خپل ماین چاودنه کې وژل شوي دي.))
دغه راز د یو بل خبر له مخې د درېیمې لېوا ویاند وایي، چې ګډو افغان ځواکونو تېره ورځ ناوخته د غزني ښار اړوند په ځینو کلیو کې د وسله والو د ځپلو په موخه چاڼیز عملیات پیل کړي، چې تر اوسه په چټکۍ سره مخ پر وړاندې روان دي. ((دغه عملیات د غورځنګ تر نامه لاندۍ ښار ته څېرمه د خشک، قلعه قاضي، کوچي کلا، خاک غریبان او کارېز عطا محمد په سیمو کې پیل شوي، چې تر اوسه بریالي پر مخ روان دي او په لړ کې یې کومه پېښه هم نده رامنځته شوې))
نوموړی وایي، د اندړو ولسوالۍ په نښته کې امنیتي سرتېرو ته زیان نه دی اوښتی.
د دولت وسله والو مخالفینو تر اوسه د دغو پېښو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.


