ads

د پکتیکا معلولينو ته خپل حقونه نه دي ورکړل شوي

د پکتیکا ولایت شاوخوا ۱۵۰۰ معلولينو او د شهيدانو وارثينو له تېرو درېيو کلونو راهيسې خپل حقونه نه دي ترلاسه کړي. د دغه ولایت د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو رياست هم دا ستونزه مني او ډاډ ورکوي چې له وزارت سره يې په دې اړه جدي خبرې کړي دي او هڅه کوي ژر تر ژره د دوی حقونه ورکړل شي.

نویسنده: sarwan
16 غویی 1396
د پکتیکا معلولينو ته خپل حقونه نه دي ورکړل شوي

د پکتیکا ولایت شاوخوا ۱۵۰۰ معلولينو او د شهيدانو وارثينو له تېرو درېيو کلونو راهيسې خپل حقونه نه دي ترلاسه کړي. د دغه ولایت د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو رياست هم دا ستونزه مني او ډاډ ورکوي چې له وزارت سره يې په دې اړه جدي خبرې کړي دي او هڅه کوي ژر تر ژره د دوی حقونه ورکړل شي.
د پکتیکا ولایت معلولين او د شهيدانو وارثین هره ورځ کاغذونه په لاس د دولتي ادارو مخې ته ګرځي، دوی له بې وزلۍ سخت کړېږي او ټيڼګار کوي چې په همدې پیسو يې د ژوند چارې روانې وې، خو اوس چې دا پیسې او حقونه ځنډېدلي، اقتصادي وضعیت يې سخت خراب شوی.
دوی وايي، له درېيو کلونو راهيسې يې د دولتي ادارو دروازې وټکولې، خو تر دې مهاله يې هم حقوق نه ورکړل شوي او نه پوهېږي ستونزه څه ده او ولې يې حقوق نه ورکول کېږي.
د پکتیکا ولایت د معلولينو ټولنې مشر نواب خان هڅاند کلید ته وویل، له تېرو څو کلونو راهيسې د دغه ولایت ۱۵۰۰ معلولينو او د شهيدانو وارثینو حقوق نه دي ورکړل شوي، دوی دروازه په دروازه ګرځېدلي او دغه ستونزه يې له وزارت سره هم شريکه کړې ده، ژمنې هم ورسره شوې دي، خو تر دې مهاله يې ستونزه نه ده حل شوې او له وزارت د دوی تخصيص نه دی راغلی.
نوموړی هيله ښيي چې تر دې وروسته به د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزارت د دوی ستونزه حل کړي او وخت پر وخت به يې حقونه ورکړي. د نوموړي په خبره، د معلولينو او د شهيدانو د وارثینو ژوند په همدې پیسو روان دی او که چېرې نه ورکول کېږي، دوی له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ کېږي.
له بل لوري د پکتیکا د کار، ټولنیزو چارو، شهيدانو او معلولينو ریيس غلام الرحمن همدرد هم مني چې له تېرو درېيو کلونو راهيسې د دغه ولایت شاوخوا ۱۵۰۰ معلولينو او د شهيدانو وارثينو ته د دوی حقونه نه دي ورکړل شوي، خو نوموړی ټينګار کوي چې دغه ستونزه يې په جدي ډول له وزارت سره شريکه کړې ده او وزارت هم ورسره ژمنه کړې چې سږ کال به د ټولو معلولينو او د شهيدانو د وارثینو حقونه په وخت ورته ورسېږي او ټول تخصیص به يې حواله شي.
اخوا د دغه رياست د شهيدانو د حقونو د تثبيت مدير احمد هم تاییدوي چې له تېرو درېيو کلونو راهيسې د شهيدانو د وارثینو حقونه نه دي ورکړل شوي، خو نوموړی ټينګار کوي چې روان کال به د تېرو درېيو کلونو ټول حقونه د شهيدانو وارثینو ته ورکړل شي او له هغه وروسته به هم وخت په وخت د دوی حقونه ورته رسېږي او ټولې ستونزې به حلېږي.
احمد زياتوي، د پخوا پـه پــرتله اوس مهــال د دوی د رياست کارونه ښه او منظم پر مخ ځي، سيسټم رامنځتــه شــوی، ټـولــې پیـسې د بـانـک لـه لارې مستحقينو ته لېږل کېږي او د درغليو پوره مخه نيول شوې ده.
له بل لوري د دغه ولایت د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو رييس ټينګار لري چې د نوموړي په راتګ سره په پکتیکا ولایت کې د کار او معلولينو او د شهيدانو وارثینو ته د خدماتو په وړاندې کولو کې پرمختګونه شوي دي. نوموړی ټينګار کوي چې یوازې روان کال يې د دغه رياست د بنسټ ډبره اېښې، ۳۰۰ کسانو ته يې د حرفوي زدهکړو زمينه برابره کړې، اداري سيسټم پیاوړی شوی، وړکتون رامنځته شوی، روزنتون وده کړې او يو شمېر نور دا ډول کارونه ترسره شوي دي.
د یادولو ده چې په هېواد د روسانو د یرغل او کورنیو جګړو پر مهال ځينې هېوادوال يا معلول شوي او يا هم شهيدان شوي دي چې اوس مهال يې کورنۍ په سخته بې وزلۍ کې ژوند تېروي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA