ads

د جلال اباد ښار د پارکونو ساتنه نه کېږي

د جلال اباد ښار اوسېدونکي د ښاروالۍ پر چارواکو نیوکه کوي، چې په ښار کې د جوړو شوو پارکونو سمه ساتنه نه کوي او اوس مهال ورځ تر بلې د ویجاړېدو په حال کې دي.

نویسنده: sarwan
16 غویی 1396
د جلال اباد ښار د پارکونو ساتنه نه کېږي

د جلال اباد ښار اوسېدونکي د ښاروالۍ پر چارواکو نیوکه کوي، چې په ښار کې د جوړو شوو پارکونو سمه ساتنه نه کوي او اوس مهال ورځ تر بلې د ویجاړېدو په حال کې دي.
ښاریان وایي، له لومړي سره هغه ډول چې لازمه وه، دغه پارکونه په اساسي او معیاري ډول نه دي رغول شوي او اوس مهال يې د ښاروالۍ له لوري سمه ساتنه هم نه کېږي.
خو د جلال اباد ښاروالي بیا ښاريان ملامتوي چې دغو پارکونو ته د ورتګ پر وخت د پارک ساتلو ته پام نه کوي او د دوی د بې پروايۍ له کبله د پارک ډېری برخې نړېږي.
د جلال اباد ښار یو شمېر اوسیدونکي وایي، دغه پارکونه په غیرمعياري ډول جوړ شوي دي او ډېرې برخې يې له لنډ وخت وروسته نړېدلې دي.
دوی وایي، که ښاروالي د دغو سیمو ساتنه نه کوي، نو خلک دې خپل مسوولیت وپیژني.
د جلال اباد ښار اوسېدونکی حامد وايي، دا چې پارکونه د خلکو د تفريخ لپاره خورا مهم دي، نو اړينه ده چې خلک او ښاروالي يې ساتلو ته پام وکړي: ((پارکونه د تفریح لپاره جوړ شوي، خو زموږ خلک له دغو پارکونو د استفادې پر وخت هېڅ پام نه کوي.))
د جلال اباد ښار بل اوسېدونکی ابراهيم وايي، پارکونه ورځ په ورځ خرابېږي، خو هېڅوک يې هم پروا نه لري: ((اصلاً هغه کسان چې د پارکونو نظافت نه ساتي، دوی له دغه فرهنګ سره نااشنا دي، دوی باید وپوهول شی.))
له بل لوري د جلال اباد ښار د بابړیانو د سیمې یوه هټيوال عنایت الله کلید ته وویل، نه ښاروالي او نه هم د سیمې خلک د دغو تفریحي پارکونو ساتنې ته پام کوي.
نوموړی زياتوي، که ښاروالي په پارکونو کې کثافت دانۍ زياتې کړي او خلکو ته هم د پارکونو د نظافت او ساتنې په برخه کې عامه پوهاوی ورکړل شي، شونې ده چې د پارکونو د تخريب او چټلېدو مخه ونيول شي: ((د ښاروالۍ همدا دنده ده چې د پارکونو ساتنه وکړي او کله چې لږ هم چېرته ورانېږي، باید بېرته يې ژر ترميم کړي، د پارک په پاک ساتلو کې هڅې وکړي او په دې برخه کې خلکو ته هم پوهاوی ورکړل شي چې پارکونه باید پاک وساتي او هڅه وکړي د پارکونو وسايل او توکي ترې خراب نه شي.))
له بل لوري مدني فعال او د جلال اباد ښار اوسېدونکی بریال ستانکزی وايي، په ښار کې پارکونه د تفریح لپاره جوړ شوي، خو دغو پارکونو ته ورتلونکي ځوانان د پارک په ساتنې او نظافت مراعاتولو نه پوهېږي.
هغه زياتوي، که د ښاروالۍ د تنظیف کارکوونکي په خپل وخت پارکونه پاک او خلک هم د پارکونو سمې ساتنې ته راوبولي، نو د روانو ستونزو مخه نیول کېدای شي: ((که سړی سمه خبره وکړي، نه ورته خلک پام کوي او نه یې حکومت په کیسه کې دی.))
خو د جلال اباد ښاروالۍ چارواکي وایي، دوی په ټول ښار کې د نوو پارکونو د جوړېدو تر څنګ د شته پارکونو د ساتنې ځانګړې ډلې لري، خو د دوی په خبره، خلک ورسره هېڅ ډول مرسته نه کوي.
د جلال اباد ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري خدمتونو امر او مطبوعاتي مسوول همایون غریب مل کلید ته وویل، په روان میلادي کال کې به د ښار په بېلا بېلو سیمو کې ۱۲ نوي تفریحي پارکونه جوړ کړي.
نوموړي پر یو شمېر هغو خلکو نیوکه وکړه، چې دوی پارکونو ته د تفریح لپاره راځي، خو د پارکونو ساتنې ته هېڅ پام نه کوي: ((موږ سږ کال نور پارکونه هم جوړوو او د دې د ساتنې لپاره کسان لرو، خو خلک هېڅ ډول مرسته راسره نه کوي.))
د جلال اباد ښار یو شمېر اوسېدونکي داسې مهال د تفریحي پارکونو له نه ساتلو شکایت کوي، چې یوازې د ښار په زاړه سراج العمارت بڼ کې په لسګونه معتادين او نور وګړي پراته دي او د دغه پارکونو فضا يې خرابه کړې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA