جمهور رئيس محمد اشرف غني تېره ورځ د تاجکستان له جمهور رئيس امام علي رحمان سره ټيليفوني خبرې وکړې.
د ارګ په خبرپاڼه كې راغلي، چې د دواړو هېوادونو مشرانو پر علاقې وړ موضوعاتو بحث وکړ.
جمهور رئيس غني د تاجکستان له همکاريو په ځانګړي ډول د وروستۍ پېښې د ټپيانو د درملنې په برخه کې مننه وکړه.
هغه امام علي رحمان ته بلنه ورکړه، چې افغانستان ته سفر وکړي، ترڅو د همکاريو د پياوړتيا په ځانګړې توګه امنيتي او اقتصادي ډګرونو کې غوره ګامونه واخيستل شي.
د تاجکستان جمهور رئيس د جمهور رئيس غني له بلنې څخه په مننې وويل، هېواد يې چمتو دى افغانستان سره په همکارۍ د امنيتي وضعيت د ښه والي او د تروريزم په ضد مبارزه کې ګډ کار وکړي.
د دواړو هېوادونو مشرانو تروريزم سره پر ګډې مبارزې ټينګار وکړ.


