په قبايلي سيمې خيبر اېجنسۍ کې پاکستاني طالبانو د پاکستان پر پوځي مرکزونو ډله ييز بريدونه کړي او ګڼو پوځيانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
پاکستاني رسنيو د پوځي چارواکو له قوله ويلي، پاکستاني طالبانو پرون د تورخم په صفري نقطو کې د پاکستان پر پوځي مرکزونو بريدونه وکړل او د ګڼو پوځيانو د مرګ ژوبلې يادونه يې کړې ده.
پوځي چارواکي وايي، چې په ځوابي بريد کې يې د تحريک طالبان پاکستان وسله والې ډلې کسانو ته هم مرګ ژوبله اړولې، خو د کره شمېرې په اړه يې څه نه دي ويلي.
پاکستاني طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.


