جمهور رئيس محمد اشرف غني پرون مازيګر د ويډيو کنفرانس له لارې فضا ته د جنوبي اسيا سپوږمکۍ د توغولو په مراسمو کې ګډون وکړ.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې جمهور رئيس غني د هند د فضايي څېړنو سازمان له خوا فضا ته د جنوبي اسيا سپوږمکۍ د لېږلو په خاطر دغه هېواد او ټولو غړو هېوادونو ته مبارکي ورکړه او دا يې د سيمه ييزې همکارۍ په ډګر کې ستر ګام وباله.
په دغه کنفرانس کې د هند، افغانستان، بنګله دېش، بوتان، مالديف، نيپال او سريلانکا هېوادونو مشرانو ګډون درلود.
ياد هېوادونه فضا پورې تړلې دغې سيمه ييزې مخابراتي پروژې کې شريک دي.
د جنوبي اسيا سپوږمکۍ هند فضا ته وتوغوله، چې په دې پروژې کې شاملو هېوادونو ته به د ټلويزيوني خپرونوو د خپرولو، د بانکدارۍ او الکترونيکي حکومتولۍ په برخو کې د مخابراتي ټکنالوجۍ د خدمتونو اسانتياوې برابروي.


