د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، د ډيورنډ له فرضي کرښې اخوا پر تورخم سرحدي ښارګوټي د توغنديو راتوغېدو له كبله دوو موټر چلوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوګياڼي کليد ته وويل، تېره شپه د تورخم پر سرحدي ښارګوټي د ډيورنډ فرضي کرښې له اخوا څخه د پاکستاني ځواکونو توغندويي بريدونه شوي، چې په مهال يې څلور کانټينرونه سوځېدلي او د اورلګېدنې له كبله يو موټر چلوونکى وژل شوى او يو بل ټپي دى.
نوموړي زياته كړه، د ټپي موټر چلوونکي روغتيايي حالت د ډاډ وړ دى او د موټر چلوونکو د هلو ځلو په ترڅ کې نورو موټرو ته د اور غځېدو مخنيوى شوى دى.
د والي د وياند په خبره، اوسمهال په سيمه کې وضعيت د ډاډ وړ دى او د تورخم لويه لاره د مسافرو د تګ راتګ پرمخ پرانيستې ده.
بل لور ته رپوټونه وايي، چې له کرښې اخوا وسله والو طالبانو د پاکستاني پوليسو پر پوستو بريدونه کړي او ترمنځ يې څو ساعته نښته هم شوې ده.


