د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، چې په اچين ولسوالۍ کې د حمزه په نوم عملياتو په مهال اته داعش وسله وال وژل شوي دي.
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقيوال نن کليد ته وويل، پرون ګډو افغان ځواکونو د اچين ولسوالۍ د سره کمر په سيمه کې د حمزه په نوم عملياتو کې د يو ډلمشر په ګډون د داعش اته وسله وال وژلي، چې بهرنيان هم په کې شامل دي.
مشرقيوال زياته کړه، چې په دغو عملياتو کې ملکي وګړو او امنيتي ځواکونو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
داعش وسله والو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.


