د کندهار ولايت په سپين بولدک ولسوالۍ کې د افغان او پاكستاني ځواکونو ترمنځ ۱۲ ساعته جګړه د دواړو لورو نږدې سلو كسانو ته په مرګ ژوبلې اوښتو پاى ته ورسېده.
دغه نښته د جمعې په سهار شاوخوا درې بجې د سپين بولدک ولسوالۍ په لقمان کلي کې پيل شوه.
د کندهار امنيه قوماندان عبدالرازق، چې د دې جګړې لومړۍ كرښې ته ورغلى و، رسنيو ته وويل، چې پاکستاني ملېشه مخکې هم راغلې وه او غوښتل يې په لقمان کلي کې سرشمېرنه وکړي، خو دوى يې مخه ونيوله، د جمعې په سهار کله چې هغوى غوښتل بيا کلي ته ورشي، دوى يې په ضد نظامي اقدام وکړ.
بلخوا د کندهار د والي وياند صميم خپلواک كليد ته وويل، جګړه پاى ته رسېدلې او دواړو لوريو ته زيان اوښتى دى.
د هغه په وينا، د سختې جګړې له كبله تر زرو زياتې کورنۍ بې ځايه شوې دي.
په ورته وخت كې يوې باوري سرچينې د خپلو لومړنيو معلوماتو له مخې كليد ته وويل، چې په دې جګړه نهه پاکستاني سرتېري وژل شوي او څلوېښت نور ټپيان دي، همدارنګه دې غاړې ته څلور پوليس او يوه ښځه وژل شوي او ۳۷ تنه نور، چې ۱۴ يې سرحدي پوليس او پاتې يې ملکيان دي، ټپيان شوي دي.
د جګړې له کبله د بولدک – چمن دروازه هم د هر راز تګ راتګ پر مخ تړل شوې او سپين بولدک ولسوالۍ ته تازه دمي افغان ګډ ځواکونه رسېدلي دي.


