ads

سپين بولدك كې د افغان او پاكستاني ځواكونو ترمنځ جګړه روانه ده

د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې د افغان سرحدي ځواکونو او پاکستاني ملېشو ترمنځ نن سهار جګړه پيل شوې او لا هم دوام لري.

نویسنده: ISMAT MAYAR
15 غویی 1396
سپين بولدك كې د افغان او پاكستاني ځواكونو ترمنځ جګړه روانه ده

د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې د افغان سرحدي ځواکونو او پاکستاني ملېشو ترمنځ نن سهار جګړه پيل شوې او لا هم دوام لري.
جګړه نن سهار شاوخوا درې بجې د سپين بولدک ولسوالۍ په لقمان کلي كې پيل شوې ده. لقمان کلى په سپين بولدک ولسوالۍ کې له ډيورنډ فرضي کرښې سره نږدې پروت بانفوذه کلى دى، چې پاکستان يې د خپلې خاورې ادعا لري.
خو افغان لورى د پاکستان دا ادعا ناسمه ګڼي او لقمان کلى د سپين بولدک ولسوالۍ مهمه برخه بولي.
د کندهار د امنيه قوماندانۍ يوه لوړ پوړي مسوول غورځنګ افريدي رسنيو ته وويل، چې پاکستاني ملېشه مخکې هم راغلې وه او غوښتل يې په لقمان کلي کې سرشمېرنه وکړي، خو دوى يې مخه ونيوله او نن سهار کله چې هغوى غوښتل بيا يې کلي ته ورشي،  دوى يې په ضد نظامي اقدام وکړ. د هغه په وينا، تراوسه يې د پاکستاني ملېشو دوه ټانكونه سوځولي او جګړه لا هم روانه ده. بلخوا يوې بلې سرچينې رسنيو ته ويلي، چې تراوسه په جګړه كې شپږ افغان سرحدي پوليس ټپيان شوي دي.
په ورته وخت كې د کندهار د والي وياند صميم خپلواک كليد ته وويل، چې په دې جګړه كې دواړو لورو ته زيان اوښتى، خو په اړه يې دقيق معلومات نه لري.
د جګړې له کبله د سپين بولدک – چمن دروازه هم د هر راز تګ راتګ پر مخ تړل شوې او سپين بولدک ولسوالۍ ته تازه دمي افغان ګډ ځواکونه رسېدلي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA