ads

حكمتيار نن كابل كې خپلو پلويانو ته وينا كوي

په داسې حال كې، چې ټاكل شوې د حزب اسلامي مشر ګلبدين حكمتيار نن د كابل ښار په غازي سټډيوم كې خپلو پلويانو ته وينا وكړي، د پايتخت ځينو اوسېدونكو په ارګ كې د هغه د پرونيو خبرو په اړه بېلابېل غبرګونونه ښودلي دي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
15 غویی 1396
حكمتيار نن كابل كې خپلو پلويانو ته وينا كوي

په داسې حال كې، چې ټاكل شوې د حزب اسلامي مشر ګلبدين حكمتيار نن د كابل ښار په غازي سټډيوم كې خپلو پلويانو ته وينا وكړي، د پايتخت ځينو اوسېدونكو په ارګ كې د هغه د پرونيو خبرو په اړه بېلابېل غبرګونونه ښودلي دي.
د كابل يو شمېر اوسېدونكي د حكمتيار د تېرې ورځې څرګندونې عقده منې بولي او وايي، چې د حزب اسلامي مشر په خپله خوښه او د سولې د ټينګښت لپاره هېواد ته نه دى راغلى، بلكې د بهرنيو هېوادونو په غوښتنه په سياست كې د ګډون په هدف كابل ته راغلى دى.
ځينې نور بيا د ګلبدين حكمتيار له لوري طالبانو ته د وروڼو خطاب كول د امنيتي ځواكونو قربانيو سره ستره جفا بولي.
خو د كابل ښار يو شمېر نور اوسېدونكي بيا د سولې پروسې سره د حزب اسلامي د يو ځاى كېدو هركلى او ټينګار كوي، چې د دولت نورې مخالفې ډلې دې هم له ياد ګوند څخه پند او له جګړې دې لاس واخلي.
د حزب اسلامي مشر ګلبدين حكمتيار پرون له خپلو زرګونو پلويانو سره كابل ته راغى او په ارګ كې د ملي يووالي حكومت له خوا د ده د هركلي لپاره جوړه شوې غونډه كې يې ګډون وكړ.
هغه په دې غونډه كې وويل، پارلماني نظام نه مني، د سولې ټينګښت لپاره يې د هېواد اساسي قانون منلى، طالبان خپل وروڼه ګڼي، د سولې د ټينګښت او له هېواده د بهرنيو ځواكونو د وتلو غوښتونكى دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA