د حزب اسلامي مشر ګلبدين حكمتيار وايي، چې نن ورځ د افغانانو لپاره تر ټولو مهمه مسئله په هېواد كې د جګړې ختمول او د تلپاتې او ډاډمنې سولې ټينګول دي.
حكمتيار نن د كابل ښار په غازي سټډيوم كې خپلو زرګونو پلويانو ته په وينا كې وويل، ټولو لورو ته ډاډ وركوي، چې په دې لړ كې له قيد او شرط پرته هر چا سره صادقانه ملګرتيا ته چمتو دي.
نوموړي زياته كړه، څوك چې د سولې او امن لپاره كار كوي، دوى يې ترڅنګ ولاړ دي او د امن په راوستو كې د هغوى ملګرتيا كوي.
د حزب اسلامي مشر پر وسله والو طالبانو د سولې غږ وكړ، ترڅو په ګډه هېواد له اوسنۍ جګړې او بحرانه وژغوري.
بلخوا د کورنيو چارو وزير تاج محمد جاهد يادې غونډې ته د وينا په مهال باور څرګند کړ، چې ګلبدين حكمتيار به د هېواد له ملي ځواکونو څخه ملاتړ وکړي.
جاهد هيله څرګنده کړه، چې د حکمتيار راتګ سره به په هېواد کې د سولې او ثبات يو نوى باب پرانيستل شي.
د حزب اسلامي مشر پرون له خپلو زرګونو پلويانو سره كابل ته راغى او په ارګ كې د ملي يووالي حكومت له خوا د ده د هركلي لپاره جوړه شوې غونډه كې يې ګډون وكړ.


