جمهوررئيس غني وايي، له حزب اسلامي سره سوله د تلپاتې سولې په لور يو لوى ګام و او په وينا يې دا لړۍ به تر بشپړې سولې
پورې دوام لري.
جمهوررئيس محمداشرف غني چې د پنجشنبې په ورځ يې په ارګ كې د حزب اسلامي د مشر ګلبدين حكمتيار د هركلي په مناسبت په جوړه شوې غونډه كې خبرې كولې وويل، ډيرو كسانو له حزب اسلامي سره د سولې خبرې ناكامې ګڼلې خو په وينا يې حكومت، حزب اسلامي او ټول ملت وښوده چې كولى شي په خپل منځ كې سره جوړ او سولې ته ورسيږي.
جمهوررئيس غني په ورته وخت كې حزب اسلامي ته ډاډ وركړ، چې د سولې د هوكړه ليك ټولې مادې به د ملي ګټو او اساسي قانون په چوكاټ كې د افغانستان شرايطو ته په كتو سره عملي شي. جمهوررئيس غني په همدې حال كې د سيمې په هيوادونو هم غږ وكړ چې له ډلو ټپلو سره نه بلكې له مشروع حكومتونو سره خپلې اړيكې ټينګې كړي.هغه زياته كړه چې افغانستان د ټولو ګډ كور دى او په طالبانو يې هم غږ وكړ چې په سوله كې د حزب اسلامي د مشر په پله پل كيږ دي.
په ورته وخت كې د حزب اسلامي مشر ګلبدين حكمتيار په ټولو سياستوالو غږ وكړ چې كه سره يوه خوله شي نو په هيواد كې جګړه پاى ته رسولى شي.
حكمتيار په ورته وخت كې وايي چې اساسي قانون مني خو په خبره يې يو شمېر ملاحظات هم لري خو زياتوي چې هغه بايد د لويې جرګې له لارې حل شي.
ګلبدين حكمتيار له شاوخوا شلو كلونو وروسته د پنجشنبې په ورځ له يوه لوى كاروان سره كابل ته راغى.


