ads

حكمتيار كابل ته را ورسېد

د حزب اسلامي مشر ګلبدين حكمتيار نن له شلو كلونو وروسته كابل ته را ورسېد.
د حزب اسلامي يو شمېر سرچينې وايي، چې نوموړى به نن له غرمې وروسته په ارګ كې له جمهوررئيس محمداشرف غني سره وګوري.

نویسنده: sarwan
14 غویی 1396
حكمتيار كابل ته را ورسېد

د حزب اسلامي مشر ګلبدين حكمتيار نن له شلو كلونو وروسته كابل ته را ورسېد.
د حزب اسلامي يو شمېر سرچينې وايي، چې نوموړى به نن له غرمې وروسته په ارګ كې له جمهوررئيس محمداشرف غني سره وګوري.
د سرچينې په خبره د حزب اسلامي مشر به سبا په حضوري چمن كې د خلكو يوې لويې غونډې ته وينا وكړي.
د حزب اسلامي مشر ګلبدين حكمتيار له افغان حكومت سره د سولې د هوكړه ليك له لاسليك وروسته د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ په لغمان كې را ښكاره شو او د خلكو په يوه غونډه كې له ګډون وروسته جلال اباد ته ولاړ.
حكمتيار وروسته له هغه كابل ته راغى چې افغان حكومت د دغه ډلې پنځه پنځوس تنه زندانيان له زندان څخه خوشې كړل.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA