ads

حكمتيار: حكومت د جنګي مجرمينو دمحاكمې وس نه لري

د حزب اسلامي مشر ګلبدين حكمتيار وايي، دى د جنګي مجرمينو د محاكمې غوښتنه نه كوي، ځكه په وينا يې افغان حكومت كمزورى دى او داسې عادلانه محكمه نه شته چې جنګي مجرمين محاكمه كړي.

نویسنده: sarwan
14 غویی 1396
حكمتيار: حكومت د جنګي مجرمينو دمحاكمې وس نه لري

د حزب اسلامي مشر ګلبدين حكمتيار وايي، دى د جنګي مجرمينو د محاكمې غوښتنه نه كوي، ځكه په وينا يې افغان حكومت كمزورى دى او داسې عادلانه محكمه نه شته چې جنګي مجرمين محاكمه كړي.
حكمتيار زياتوي، كه څه هم دى په اصولو كې د جنګي مجرمينو په نامه د چا د محاكمې پلوى نه دى خو زياتوي چې بيا هم د دغه محاكمې لپاره يوه پياوړي حكومت او يوې عادلانه محكمې ته اړتيا ده.
په ورته وخت كې له حكمتيار وروسته يوشمېر نورو سياسي او جهادي مشرانو هم په دې ټينګار كاوه چې بايد تېر هير شي او په هيواد كې د تلپاتې سولې او ثبات د ټينګښت لپاره سره يو لاس او هيواد له اوسني كړكيچ څخه وژغورو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA