ads

افغانستان د ځمكې لاندې زيرمو له پلوه دنړۍ تر ټولو شتمن هيواد دى

افغانستان د ځمكې لاندې زيرمو له پلوه د نړۍ تر ټولو شتمن هيواد لقب خپل كړ.

نویسنده: sarwan
14 غویی 1396
افغانستان د ځمكې لاندې زيرمو له پلوه دنړۍ تر ټولو شتمن هيواد دى

افغانستان د ځمكې لاندې زيرمو له پلوه د نړۍ تر ټولو شتمن هيواد لقب خپل كړ.
د نيويارك ټايمز ورځپاڼې د راپور پربنسټ، د افغانستان په جنوب كې د ليتيوم، اوسپنې، مسو، كوبالت او سرو زرو  هغه زيرمې چې نوې كشف شوې په هغه كچه دي چې كولى شي افغانستان د نړۍ په يوه مهم او شتمن هيواد بدل كړي.
د دغه راپور پر بنسټ، د افغانستان ليتيوم د سعودي عربستان له نفتو سره برابر دي، د حاجيګك د اوسپنې كان دوه ميليارده ټنه اوسپنه لري، دغه راز د افغانستان يورانيم هم په نړۍ كې بې ساري دي او همدارنګه د افغانستان د مسو كانونه هم د چيلي هيواد د مسو له لوى كان سره برابر دي.
د دغه رپوټ په يوه بله برخه كې راغلي چې، د افغانستان ګاز يو تريليون ډالره ارزښت لري او همدارنګه د دغه هيواد زمرد او الماس هم د كلمبيا او افريقا له زمردو او الماسو لوړ كيفيت لري.
دا په داسې حال كې ده چې د افغانستان د روڼتيا څار وايي، افغان حكومت د ځمكې لاندې زيرمو د مديريت توان نه لري او د دغه بنسټ په خبره ددولت وسلوال مخالفين او زورواكي  د كانونو له غير قانوني كيندنو څخه ډيره ګټه ترلاسه كوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA