ads

پر درېيو افغان لوبغاړو د لوبو لنډ مهالي بنديزونه ولګېدل

د افغانستان د کرکټ بورډ ډسپلين کمېټې پر درېيو افغان لوبغاړو نجيب الله ترکي، افتاب عالم او نورالحق ملکزي د لوبو لنډ مهالي بنديزونه ولګول. د افغانستان د کرکټ بورډ مطبوعاتي دفتر وايي، په كابل كې د ميليون جام په نوم خصوصي سياليو په ترڅ کې د لوبې په مهال نجيب الله ترکي، افتاب عالم […]

نویسنده: sarwan
13 غویی 1396
پر درېيو افغان لوبغاړو د لوبو لنډ مهالي بنديزونه ولګېدل

د افغانستان د کرکټ بورډ ډسپلين کمېټې پر درېيو افغان لوبغاړو نجيب الله ترکي، افتاب عالم او نورالحق ملکزي د لوبو لنډ مهالي بنديزونه ولګول.
د افغانستان د کرکټ بورډ مطبوعاتي دفتر وايي، په كابل كې د ميليون جام په نوم خصوصي سياليو په ترڅ کې د لوبې په مهال نجيب الله ترکي، افتاب عالم او نورالحق ملکزي اخلاقي تېروتنې وکړې، چې د ډسپلين کمېټې له لوري بنديزونه پرې ولګېدل.
د يادې كمېټې د پرېکړې له مخې، پر نجيب الله ترکي په کورنيو او نړيوالو لوبو کې د ګډون لس مياشتنى بنديز وضع شو او نوموړى به په دې موده کې د کرکټ بورډ له ټولو امتيازونو بې برخې وي.
همداراز پر افتاب عالم په کورنيو او نړيوالو لوبو کې د ګډون څلور مياشتنى بنديز ولګېد او دى به هم په ياده موده کې د کرکټ بورډ له ټولو امتيازونو بې برخې وي، خو نورالحق ملکزى به د دوه مياشتو لپاره په کورنيو سياليو کې ونډه نه شي اخيستلاى.
د افغانستان د کرکټ بورډ د ډسپلين کمېټې غړي هستي ګل عابد وويل، ياد لوبغاړي دوه ورځې وخت لري، چې د دغې پرېکړې په ضد اعتراض وکړي.
دا لومړى ځل دى، چې د افغانستان کرکټ بورډ په يو وار درې لوبغاړي د لنډ مهال لپاره له لوبو منع کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA