ads

هلمند کې د طالبانو په ليکو کې روسي مشاورين ليدل شوي

د هلمند والي وايي، ددې ولايت په شمالي سيمو کې د وسله والو په ليکو کې روسان ليدل شوي دي.
د حيات الله حيات په وينا دغه روسانو ته ورته کسان له وسله والو طالبانو سره په مختلفو برخو کې همکاري کوي او د دوی کشفي ادارې يې په اړه څيړنې کوي.

نویسنده: sarwan
13 غویی 1396

بلخوا داسې راپورونه هم شته چې ياد روسي وګړي په کجکې ولسوالۍ کې هم ليدل شوي او د ډرون کمرو په وسيله يې د کجکي بند تصويرونه اخيستي دي.
بلخوا د کجکي ولسوال ملا عبدالرازق وايې چې په ياده ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو ترڅنګ بهرني جنګيالي هم شته او د ګندم ريز په نامه يوه مهمه اډه لري چې له هغې ځايه د هلمند تر څنګ په فراه، کندهار، نيمروز او اروزګان ولايتونو کې عمليات تنظيموي.
تر دې مخکې امريکايې چارواکو په وار وار له وسله والو طالبانو سره د روسيې د مرستو راپورونه ورکړي خو روسيه بيا له وسله والو طالبانو سره هر ډول مرستې او همکارۍ ردوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA