ننګرهار کې د ۳۰۰ په شاوخوا کې وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، په تېرو دوه اونيو کې د ۳۰۰ په شاوخوا کې وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار امنيه قومندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحيمي نن په يوه خبري کنفراس کې وويل، ځواکونو يې په تېرو دوه اونيو کې د ځانګړو عملياتو پر مهال د ښار سربيره په ګڼو ولسواليو کې عمليات ترسره کړي، چې پر مهال يې ۳۲۳ تنو وسله والو ته مرګ ژوبلې اوښتې او ۳۹ تنه نور ژوندي نيول شوي دي.