د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، په تېرو دوه اونيو کې د ۳۰۰ په شاوخوا کې وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار امنيه قومندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحيمي نن په يوه خبري کنفراس کې وويل، ځواکونو يې په تېرو دوه اونيو کې د ځانګړو عملياتو پر مهال د ښار سربيره په ګڼو ولسواليو کې عمليات ترسره کړي، چې پر مهال يې ۳۲۳ تنو وسله والو ته مرګ ژوبلې اوښتې او ۳۹ تنه نور ژوندي نيول شوي دي.
رحيمي زياتوي، چې ددغو عملياتو پرمهال يې ۱۳ عدده بيلا بيل ډوله وسلې او مهمات ترلاسه کړي او يو شمېر نقليه وسيلې يې هم نيولي دي.
امنيه قومندان په چپرهار ولسوالۍ کې د داعش او طالب وسله والو د روانو نښتو په اړه د کليد ديوې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې ډير ژر به په ياده سيمه کې عمليات ترسره کړي.
نوموړی وايي، تېره شپه د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو د چپرهار په کنډې باغ کې عمليات ترسره کړي، چې پرمهال يې ګڼ شمېر وسله والو ته د مرګ ژوبلې اوښتو سربيره وسلې هم ترلاسه کړي دي.
د ننګرهار امنيتي چارواکي په داسې حال کې د خپلو لاسته راوړنو يادونه کوي، چې د ولسونو په وينا هغه ډول چې لازمه ده لا هم په دغه ولايت کې وسله وال سم نه دي ځپل شوي.


