په كابل ښار كې نن سهار شاوخوا اته بجې پر بهرنيو ځواكونو ځانمرګى بريد شوى.
دا بريد د نهمې امنيتي حوزې اړوند د عبدالحق او مسعود څلور لارو ترمنځ سيمه كې شوى دى.
امنيتي ځواكونو تراوسه د دې پېښې د زيانونو په اړه رسنيو ته معلومات نه دي وركړي، خو د عامې روغتيا وزارت چارواكي وايي، چې د بريد له ځايه د كابل ښار روغتونونو ته د درېيو تنو مړي او ۱۵ ټپيان ور وړل شوي دي.
اوسمهال سيمه د امنيتي ځواكونو له خوا کلا بنده ده.
عيني شاهدان وايي، د پېښې په ځاى كې يې پنځه ويجاړ شوي موټرونه ليدلي، چې دوه يې د بهرنيو ځواكونو زغره وال ټانكونه وو.
د دغه ځانمرګي بريد مسووليت تراوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.


