كابل كې موټر بم ځانمرګي بريد ۳۶ تنو ته مرګ ژوبله واړوله
په كابل ښار كې نن سهار د شوي موټر بم ځانمرګي بريد له كبله ۳۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دا بريد نن سهار شاوخوا اته بجې د نهمې امنيتي حوزې اړوند د عبدالحق او مسعود څلور لارو ترمنځ سيمه كې پر بهرنيو ځواكونو شوى دى.
د كورنيو چارو وزارت سرپرست وياند نجيب دانش د پېښې په ځاى كې خبريالانو ته وويل، په دې موټر بم ځانمرګي بريد كې ۸ تنه وژل شوي او ۲۵ نور ټپيان دي، چې ټول ملكي وګړي دي.
Copy and paste this URL into your WordPress site to embed
Copy and paste this code into your site to embed