په كابل ښار كې نن سهار د شوي موټر بم ځانمرګي بريد له كبله ۳۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دا بريد نن سهار شاوخوا اته بجې د نهمې امنيتي حوزې اړوند د عبدالحق او مسعود څلور لارو ترمنځ سيمه كې پر بهرنيو ځواكونو شوى دى.
د كورنيو چارو وزارت سرپرست وياند نجيب دانش د پېښې په ځاى كې خبريالانو ته وويل، په دې موټر بم ځانمرګي بريد كې ۸ تنه وژل شوي او ۲۵ نور ټپيان دي، چې ټول ملكي وګړي دي.
هغه زياته كړه، په پېښه كې د بهرنيو ځواكونو يو موټر هم تخريب شوى، خو تلفات نه لري.
خو ناټو بيا ويلي، په دغه بريد كې يې درې سرتېري ژوبل شوي، چې روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.
د ياد موټر بم ځانمرګي بريد مسووليت تراوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.


