د تهران والي افغان كډوالو ته په وخت د خدمتونو پر وړاندې كولو ټينګار وكړ

د ايران د پايتخت تهران والي سيد حسين هاشمي د دې ولايت د ايراني او بهرنيو وګړو د چارو عمومي ادارې څخه د ليدنې په مهال ويلي، افغان كډوالو ته بايد خدمتونه په وخت او سم ډول وړاندې شي، چې دا په خپل څنګ كې معنوي اجر لري.