د ايران د پايتخت تهران والي سيد حسين هاشمي د دې ولايت د ايراني او بهرنيو وګړو د چارو عمومي ادارې څخه د ليدنې په مهال ويلي، افغان كډوالو ته بايد خدمتونه په وخت او سم ډول وړاندې شي، چې دا په خپل څنګ كې معنوي اجر لري.
ايراني رسنۍ د هاشمي له قوله وايي، په ايران كې مېشت افغانان د دغه هېواد مېلمانه دي او په خپل هېواد كې د موجوده ستونزې له كبله كډوال شوي دي.
د تهران والي د دغه ولايت د ايراني او بهرنيو وګړو د چارو عمومي ادارې مسوولينو ته ويلي، كه افغانان په خپل هېواد كې له ستونزې سره مخ نه واى، هېڅكله به يې ګڼ شمېر ايران ته كډوال شوي نه واى.
دا په داسې حال كې ده، چې افغان كډوال د ايران په بېلابېلو ولايتونو كې د دې هېواد د امنيتي ځواكونو له بد چلند څخه شكايت لري، خو ايراني چارواكو تل په ايران كې د مېشتو افغانانو د ستونزو پر حل ټينګار كړى دى.
بلخوا د ملګرو ملتونو د كډوالو چارو ادارې تازه اعلان كړى، چې د ۲۰۱۷ ميلادي كال له پيله تراوسه شاوخوا ۱۱۰ زره افغان كډوال له ايران نه او له ۴۵ زرو زيات له پاكستان نه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.


