د ايران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف نن د لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ په يو ورځني سفر پاكستان ته ځي.
په اسلام اباد کې د ايران سفارت کارکوونکو ويلي، چې ظريف به له پاکستاني چارواکو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ په ګډ سرحد کې د ترهګريزو بريدونو په اړه مفصلې خبرې وکړي.
ټاکل شوې د ايران د بهرنيو چارو وزير نن د ورځې په اوږدو کې د پاكستان لومړي وزير
نواز شريف او يو شمېر نورو چارواکو سره وويني.
بايد ياده شي، چې څو ورځې وړاندې له پاکستان سره پر ګډ سرحد په سيستان او بلوچستان ايالت کې لس ايراني سرحدي ساتونکي وروسته له هغې ووژل شول، چې وسله وال له پاکستانه ور اوښتي وو.


