د ملي اردو چارواکي وايي، د ننګرهار ولايت چپرهار ولسوالۍ کې يې د هوايي بريد په ترڅ كې ۱۵ داعش وسله وال وژلي دي.
په ختيځ کې د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګروال شيرين اقا فقيري کليد ته وويل، تېره ورځ ناوخته يې د چپرهار ولسوالۍ په سپين جومات سيمه کې د داعش وسله والو پر يوه پټنځاى هوايي بريد کړى، چې له كبله يې ۱۵ داعشيان وژل شوي دي.
نوموړي زياته كړه، په ياد بريد کې د سيمې خلکو ته هېڅ زيان نه دى اوښتى.
داعش وسله والو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.


