ads

ننګرهار کې لسګونه داعشيان او طالبان خپلمنځي نښته کې وژل شوي

د ننګرهار ولايت چپرهار ولسوالۍ کې د داعش او طالب وسله والو خپلمنځي نښته کې لسګونو داعشيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نویسنده: sarwan
12 غویی 1396
ننګرهار کې لسګونه داعشيان او طالبان خپلمنځي نښته کې وژل شوي

د ننګرهار ولايت چپرهار ولسوالۍ کې د داعش او طالب وسله والو خپلمنځي نښته کې لسګونو داعشيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په ختيځ کې د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول ادو مطبوعاتي مسوول ډګروال شيرين اقا فقيري کليد ته وويل، له تېرو څو ورځو راهيسې چپرهار ولسوالۍ کې د داعش او طالب وسله والو ترمنځ نښتې روانې دي، چې په مهال يې ۲۷ داعش وسله وال وژل شوي او ۳ تنه نور ټپيان شوي دي.
د فقيري په وينا، د نښتو په ترڅ كې داعش وسله والو ۲۰ طالبان ژوندي نيولي دي.
داعش او طالب وسله والو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA