د ننګرهار په هسکې مېنې ولسوالۍ کې د امريکايي ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې بريد کې د داعش وسله والې ډلې د يو سرګروپ د وژل کېدو ترڅنګ پنځو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر څخه کليد ته په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، د هسکې مېنې ولسوالۍ د اغز غونډۍ سيمه کې تېره ورځ شاوخوا دوه بجې بې پيلوټه الوتکې پر يو سراچه ډوله موټر بريد کړى، چې په ترڅ کې يې د ايوب په نوم د داعش وسله والې ډلې سرګروپ او موټر چلوونکى يې، چې ملکي وګړى و، وژل شوي او څلور نور ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
د سرچينې په وينا، ټپيان د جلال اباد حوزوي روغتون ته د درملنې په هدف لېږدول شوي دي.
داعش وسله والو تراوسه د خپلې ډلې د سرګروپ د وژل کېدو په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.


