ټاکل شوې د پاکستان د استخباراتي ادارې (آى اېس آى) مشر بريد جنرال نويد مختار روانه اونۍ کابل ته سفر وکړي.
دا خبره د پاکستان د ولسي جرګې رئيس اياز صادق، چې د يوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلى و، پرون بېرته اسلام اباد ته له رسېدو وروسته خبريالانو ته وكړه.
هغه کابل ته خپل سفر ګټور وباله او زياته يې کړه، چې له دې سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترينګلو اړيکو په ښه کولو کې مرسته وشي.
د صادق په خبره، روانه اونۍ به د اړيکو د لا ښه والي او بېلابېلو سياسي او پوځي برخو کې د همکاريو زياتولو په هدف د استخباراتي ادارې (آى اېس آى) مشر بريد جنرال نويد مختار کابل ته لاړ شي.
نوموړي هيله څرګنده کړه، چې ډېر ژر به افغان مشران هم پاکستان ته سفر وکړي.
د يادونې وړ ده، چې د پاکستان دغه پلاوي له جمهور رئيس محمد اشرف غني، اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله، پخواني جمهور رئيس حامد کرزي او د ملي شورا مشرانو او غړو سره په کابل کې وليدل او پر بېلابېلو موضوعاتو يې ورسره خبرې وكړې.


