د پکتيا د پوهنې رياست مسوولينو تېره ورځ د ۳۶۵ ښوونکو د ګومارلو لپاره له شاوخوا ۱۴۰۰ کسانو څخه ازموينه واخيسته.
په ازموينه کې ۲۰۰ نجونو او مېرمنو هم ګډون وكړ، چې ښايي ټولې د ياد ولايت په مرکز او ولسواليو کې په دندو وګومارل شي.
د پکـتيا د پوهنې رئيس کوچى ځاځى په دومره زيات شمېر کې د مېرمنو ګـډون هيله بښونکى بولي او وايي، چې د يادو کـسانو په ګـومارلو سره به د مسلکي او ښځينه ښوونکـو تشه يو څه ډکه شي.
ځاځي د ازموينې او د پايلو د روڼتيا ډاډ ورکـړ او ويې ويل، چې د زده کړو د کيفيت لوړولو او نجونو ته د زياتو تعليمي مواقعو او اسانتياوو برابرولو لپاره به ممكن ټولې ۲۰۰ مېرمنې په دندو وګوماري.
د راضيې په نوم يوه نجلۍ، چې په ازموينه کې يې ګډون کړی او غواړي ښوونکې شي، په ښوونځيو کې د ښځينه ښوونکو پر ګومارلو ټينګار کوي او په خبره يې، د ښځينه ښوونکـو شتون د ماشومانو په ښه ښوونه او روزنه کې ډېره مرسته کـوي.
دا لا معلومه نه ده، چې په پكتيا كې به د ښځينه مسلکي ښوونكو د کمښت ستونزه کله حل کېږي، خو د يو شمېر کورنيو مشرانو هلته خپلې پېغلې لوڼې د ودانيو د نشتوالي له كبله هم له ښوونځيو ګرځولې دي.


