ads

د هند لومړي وزير د تركيې د جمهور رئيس وړانديز رد کړ

وروسته له هغې، چې د ترکيې جمهور رئيس رجب طيب اردوغان په نوي ډيلي کې د کشمير په مسئله کې د هند او پاکستان ترمنځ د سولې د مذاکراتو لپاره د درېيمګړي وړانديز وکړ، د هند لومړي وزير دا وړانديز رد کړ.

نویسنده: sarwan
12 غویی 1396
د هند لومړي وزير د تركيې د جمهور رئيس وړانديز رد کړ

وروسته له هغې، چې د ترکيې جمهور رئيس رجب طيب اردوغان په نوي ډيلي کې د کشمير په مسئله کې د هند او پاکستان ترمنځ د سولې د مذاکراتو لپاره د درېيمګړي وړانديز وکړ، د هند لومړي وزير دا وړانديز رد کړ.
نرېندرا مودي د کشمير مسئله د دوى خپله مسئله بللې او کشمير يې د خپلې خاورې يوه برخه ګڼلې ده.
پرون د هند او ترکيې د مشرانو ترمنځ د ترهګرۍ د له منځه وړلو په هدف يوه هوکړه هم لاسليک شوه، چې له مخې به يې دواړه هېوادونه د ترهګرۍ د ملاتړ کوونکو هېوادونو په ضد ګډه مبارزه کوي.
بل خوا پاکستان د ترکيې د درېيمګړي رول هرکلى کړى او د هر ډول مرستې ژمنه يې کړې ده.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په يوه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې د کشمير مسئله بايد د ملګرو ملتونو د پرېکړه ليکونو له مخې حل شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA