د پکتیا ولایت ډېری ښوونځي ودانۍ نه لري او دې ستونزې په دغه ولایت کې ښوونيز بهیر ټکنی کړی دی. د دغه ولایت اوسېدونکي وايي، دا چې ښوونځي ودانۍ نه لري، کورنۍ زړه نه ښه کوي، خپلې پېغلې لوڼې داسې ښوونځیو ته ولېږي چې ودانۍ نه لري او باید تر شنه اسمان لاندې زدهکړې وکړي.
د ځوانانو پارلمان غړې او مدني فعاله رحیمه نیازۍ وایي، د دې ولایت ډیری پیغلې نجونې د کورنۍ له لوري له یو شمیر هغو ښوونځیو راګرځول شوې دي، چې ودانۍ نه لري: ((د نجونو شاوخوا څلوېښت ښوونځي ودانۍ نه لري، ډیری کورنۍ د دې لپاره د نجونو د زدهکړو مخالفت کوي چې هغه ښوونځي ودانۍ نه لري، که چیرې دغه ستونزه هواره شي نو د نجونو له زدهکړو سره هېڅوک هم مخالفت نه کوي.))
نوموړې زياته کړه، که چیرته مرکزي حکومت دې ستونزې ته جدي پاملرنه ونه کړي، هغه نجونې به چې په شپږم يا اووم ټولګي کې زدهکړې کوي ونه شي کولای خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي، ځکه د نوموړې په خبره له دې وروسته يې کورنۍ زړه نه ښه کوي دوی داسې ښوونځي ته ولېږي چې ودانۍ ونه لري او تر شنه اسمان لاندې زدهکړې وکړي.
د پکتیا د ولایتي شورا غړي هم دا ستونزې تاییدوي او وايي حکومت باید د دغه ستونزې د له منځه وړلو لپاره جدي هڅې وکړي. دوی ټينګار کوي چې د پکتیا ولسونه د پوهنې سره مينه لري او که چېرې حکومت په دې برخه کې له دوی سره مرسته وکړي او ښوونځیو ته يې ودانۍ جوړې کړي، نو ټول خلک به خپلې لوڼې ښوونځیو ته ولېږي.
د پکتیا د ولایتي شورا غړی تاج محمد منګل وايي، سيمه ييز دودونه د دې سبب شوي چې کورنۍ خپلو لوڼو ته اجازه ورنه کړي، څو تر شنه اسمان لاندې زدهکړې وکړي: ((د پکتیا ټولنه یوه کلتوري او دوديزه ټولنه ده، دلته ناممکنه ده چې د چا لور او خور تر ونه لاندې یا په سپیره ډاګ کېني او درس ولولي، هر څومره ژر چې کېدای شي، باید د ښوونځیو د ودانیو د کمښت ستونزه هواره شي، د پکتیا ولسونه په دې برخه کې د حکومت جدي پاملرنه غواړي.))
نوموړي له مرکزي حکومت وغوښتل چې د نورو ولایتونو په څېر دې پکتیا ولایت ته هم جدي پام وشي او په دغه ولایت کې دې د پوهنې بهیر غښتلی شي.
له بل لوري دغه ستونزه د پکتیا ولایت د پوهنې ریيس کوچی ځاځی هم مني. نوموړی وایي، دوی سږ کال يو شمېر ښوونځیو ته د ودانیو جوړولو پلان لري، خو دا دومره نه دي چې يو مخ دغه ستونزه هواره کړي ځکه د نوموړي په خبره، په دغه ولایت کې شاوخوا ۷۰ په سلو کې ښوونځي ودانۍ نه لري: ((موږ سږ کال د يو شمېر ښوونځیو لپاره د ودانیو جوړول پلان کړي دي، خو دا ستونزه هومره لويه ده چې ښايي په دې سره يو مخ دا ستونزه حل نه شي، اما په راتلونکي کې او تدريجي ډول حلېږي.))
نوموړی زياتوي، په هغه ښوونځیو کې چې ودانۍ نه لري، شاوخوا څلوېښت یې د نجونو متوسطې او لېسې دي، چې پېغلې نجونې باید پکې زدهکړې وکړي: ((په دې جمله کې موږ تقریباً ۱۳ د نجونو لېسې او ۱۳ متوسطې لرو، په مجموعي توګه څلوېښت د نجونو ښوونځي ودانۍ نه لري.))
که څه هم په تېره يوه نيمه لسيزه کې د افغانستان په بېلا بېلو ولایتونو کې د ښوونځیو لپاره ودانۍ جوړې شوې دي، خو تر دې مهاله هم دغه ستونزه حل شوې نه ده او لا هم کلونه وخت غواړي چې د افغانستان ټول ښوونځي ودانۍ ولري.


