ads

د برمل اوسېدونکي د پاکستان د مخکې راتګ مخنیوی غواړي

د پکتیکا ولایت د برمل سرحدي ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، پاکستاني ځواکونه ورځ تر بلې له ډیورنډ کرښې دې خوا د افغانستان خاورې ته راننوزي او پوستې جوړوي. دوی وايي، دغه ځواکونه غواړي د افغانستان خاوره لاندې کړي، د خلکو په منځ کې تفرقې ته لمن وهي او زور زياتی کوي.

نویسنده: sarwan
12 غویی 1396
د برمل اوسېدونکي د پاکستان د مخکې راتګ مخنیوی غواړي

د پکتیکا ولایت د برمل سرحدي ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، پاکستاني ځواکونه ورځ تر بلې له ډیورنډ کرښې دې خوا د افغانستان خاورې ته راننوزي او پوستې جوړوي. دوی وايي، دغه ځواکونه غواړي د افغانستان خاوره لاندې کړي، د خلکو په منځ کې تفرقې ته لمن وهي او زور زياتی کوي.
دوی په حکومت نيوکه کوي چې د دغه تېري پر وړاندې چوپ دی او تر دې مهاله يې هېڅ هم نه دي کړي.
خلک وايي، په ټوليز ډول حکومت د لويې پکتیا اړوند له ډیورنډ فرضي کرښې د پاکستاني ځواکونو د مخکې راتګ مخه نه ده نيولې او دغه ځواکونه له هر فرصت په استفادې څو کيلو متره مخکې راځي او پوستې جوړوي.
دوی وايي، ولسونه او هلته مېشت سرحدي ځواکونه چمتو دي چې د پاکستان د يرغل مخه ونيسي، خو دوی ته دې اجازه او وسلې ورکړل شي.
د برمل ولسوالۍ یو تن قومي مشر قدرت الله کلید ته وویل، پاکستاني ځواکونه هره ورځ د څو سوو مترو په کچه مخکې راځي او د ډيورنډ فرضي کرښې دې خوا افغان خاوره لاندې کوي، خو هلته مېشت ځواکونه او افغان دولت یې په وړاندې چوپ دي او تر دې مهاله يې کوم د پام وړ غبرګون نه دی ښوولی.
نوموړی ټينګار کوي جې د خواجه خدر سيمه چې له ډیورنډ فرضي کرښې دې خوا موقعیت لري او مخکې د اوسني افغانستان اړوند وه اوس پاکستاني ځواکونو لاندې کړې، اوس هلته خلک نه پرېږدي: ((د دې تر څنګ پاکستاني ځواکونه د نيکه ليګډ په سيمه کې هم ډېر مخکې راغلي دي.))
قدرت الله وايي، ولسونه د تل په څېر د خپل حکومت تر څنګ ولاړ دي او دولت ته په کار ده چې نور په دې یرغل سترګې پټې نه کړي.
قدرت الله ټینګار کوي چې پاکستان په ډیورنډ کرښه پرتې ټولې لارې پرانيستې، خو د لويې پکتیا اړوند لارې اوس مهال هم تړلې دي: ((دلته د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته يو ولس پروت دی، غمونه او خوښۍ مو سره شريکې دي، دا يو وجود دی نه سره بېلېږي، حکومت باید دغه لارې خلاصې کړي او که يې نه شي خلاصولی موږ ته دې بديلې لارې را په ګوته کړي.))
نوموړی ټينګار کوي که دغه لارې نورې هم تړلې پاتې کېږي، دوی له اقتصادي پلوه هم له ګڼو ستونزو سره مخ کېدای شي.
د برمل يو بل قومي مشر هم چې د خپل نوم له اخیستو يې ډډه وکړه کلید ته وویل، دوی په ډیورنډ کرښه کې ډېرې ستونزې لري، حکومت ورته پاملرنه نه ده کړې او دغه راز حکومت له خپلې ځمکنۍ بشپړتیا هم دفاع نه کوي: ((پاکستان هره ورځ تاسيسات مخکې راوړي او نوې پوستې جوړوي، په همدې چل ډېر مخکې راغلي دي، خو حکومت تر دې مهاله په دې برخه کې هېڅ هم نه دي کړي او همداسې بې تفاوته پاتې شوی، له دې ښکاري چې ښايي ستونزې نورې هم ډېرې شي.))
د برمل ولسوالۍ يو بل مخور نورالله وايي، د دغه ولسوالۍ ولسونه له خپلې خاورې دفاع ته چمتو دي، خو که حکومت د دوی ملاتړ وکړي او وسلې ورکړي: ((موږ چمتو يو له خپلې خاورې دفاع وکړو، خو حکومت دې زموږ تر څنګ ودرېږي، اجازه دې راکړي او وسلې دې راورسوي.))
نور الله وايي، ولسونو ته دې اجازه ورکړل شي چې د دروازې په څېر د دوی پوستې هم له منځه يوسي.
د پکتیکا ولایت چارواکي که څه هم اوس مهال د نوو پاکستاني تاسیساتو او د پاکستاني ځواکونو د مخکې راتګ په تړاو څه نه وايي خو تر دې وړاندې یې ویلي وو چې د پکتیکا ولایت پراخه سرحدي سیمه لري او د ساتنې او کلکې څارنې لپاره یې لا ډېرو ځواکونو ته اړتیا ده.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم په برمل کې په صفري نقطه د تاسیساتو د جوړېدو خبرونه ورکړل شوي چې له کبله یې د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښتې هم رامنځ ته شوې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA