پکتيکا کې امنيتي چارواکي وايي، تېره ورځ يې د ياد ولایت په برمل ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د وسلو یوه زېرمه کشف او له منځه وړې ده.
د پکتیکا ولايت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د برمل ولسوالۍ د ملکشي په سیمه کې د یو طالب قوماندان صورت خان په کور عملیات شوي، چې له کبله یې د مهماتو یوه زېرمه کشف او له منځه وړل شوې ده.
په خبرپاڼه کې په برمل کې د ملي اردو د کنډک د قوماندان ډګرمن محمد ایوب د مالوماتو له مخې ویل شوي، چې امنیتي ځوا کونو د برمل ولسوالۍ د ملکشي په سیمه کې د طالبانو د یوه قوماندان په کور عملیات کړي، چې له کبله یې د وسلو یوه زېرمه کشف او د ملي اردو ځواکونو له خوا د کور څخه د باندې چاودنه ورکړل شوې.
د خبر پاڼې له مخې، په دې مهماتو کې ماینونه، د ماینونو ریموټونه، بېترۍ، لاسي بمونه او دې ته ورته نور مهمات شامل وو.
په ورته وخت کې د ملي اردو ځواکونو له ملکشي سیمې تر انګور اډې پورې لاره چې څو ورځې د وسله والو طالبانو له لوري تړل شوې وه، بېرته د ولسونو پر مخ د خلاصېدو خبره هم کړې ده.
وسله والو طالبانو تر دې اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
د یادونې وړ ده، چې برمل د پکتیکا ولایت سرحدي ولسوالۍ ده، چې له جنوبي او شمالي وزیرستانونو سره ګډه پوله لري او ډېری وخت ترې د ناامنۍ خبرونه ورکول کېږي.


