په امريکا کې يو تن د چاقو په ګوزارونو څلورو كسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
امريکايي رسنيو د پوليسو له قوله ويلي، يو تن چې چاقو ورسره و، د ټکساس ايالت د ښار په ګڼه ګوڼه کې يې پر خلکو بريد وکړ، چې په نتيجه کې يې يو تن وژل شوى او درې نور سخت ټپيان دي.
پوليسو بريد کوونکى نيولى او دا مهال ورڅخه پوښتنې روانې دي.
تراوسه د بريد انګېزه نه ده معلومه شوې، خو په امريکا کې ډېر کله د سپين پوستو او تور پوستو ترمنځ د نژادي تبعيض له مخې دا ډول پېښې رامنځته کېږي.


