د ملي اردو چارواکي وایي، چپرهار ولسوالۍ کې د داعش او طالب وسله والو ترمنځ په نښته کې ۳۷ داعش او طالب وسله والو ته د مرګ ژوبلې اوښتو سربېره ۶ ولسي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
په ختیځ کې د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګروال شیرین اقا فقیري کلید ته وویل، چې تېره ورځ د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې د داعش او طالب وسله والو ترمنځ په خپل منځي نښته کې ۲۱ طالبان او ۷ داعش وسله وال وژل شوي او ۹ نور یې ټپیان شوي دي.
نوموړی وایي، په دغه نښته کې داعش وسله والو د ګڼ شمېر ولسي وګړو کورونه هم سوځولي دي.
فقیري زیاتوي، چې په یاده نښته کې یوه کوچنۍ ماشومه هم وژل شوې او ۵ نور ټپیان شوي دي.
داعش او طالب وسله والو تر اوسه د خپل منځي نښتې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.


