د پاکستان په پنجاب ايالت کې د زهرجنو شرابو د څښلو له كبله درېيو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړى او د يو بل تن روغتيايي حالت نازك ښودل شوى دى.
پاکستاني رسنيو د ځايي چارواکو له قوله ويلي، د پنجاب ايالت جنګ سيمه کې د الکولي مشروباتو پلورونکي ډېر کله په خلکو زهرجن شراب پلوري، چې تر دې وړاندې هم لسګونو کسانو له همدې كبله خپل ژوند له لاسه وركړى دى.
پوليسو د اصف په نوم شراب پلورونکى نيولى او دا مهال ورڅخه پلټنې روانې دي.
په پاکستان کې هر كال د زهرجنو شرابو د څښلو له كبله لسګونه کسان مري.
د دې هېواد په ډېرى ښارونو کې په زياته پيمانه شراب پلورونکي موجود دي، خو حکومت يې د نيولو هڅه نه کوي.


